اولین اواخرین انتخاب
لیکونکۍ : پوهندوی دکتور طاوس وردک لیکونکۍ : پوهندوی دکتور طاوس وردک


 لندن ۲۳ اګست ۲۰۱۳

دغه مضمون تل د ځان سره ولرۍ

انتخاب یوه جامع ، مهمه او سرنوشت سازه کلمه ده چې د هر انسان په ژوند کې خورا مهم رول لوبوي اګرچه دغه موضوع یو ځلې ما لیکلې وه خو دیوه ضروري اصل او یوه تاریخی مضمون لرونکې موضوع په حیث غواړم یو ځلې بیا په ډیرو نویو او مهم خبرو ددغو موضوع په ارتباط محترمو لوستونکو ته خپل عرایض وړاندې کړم.

که د انتخاب مساله د مسلک - تخصص - ښځې - هدف - په مواردو کې وڅیړو ډیر مهم شیان دلته د انسان ذهن ته راځي چې په هغو باندې انسان ډیر دقیق او ډیر اوږد غور او فکر وکړي دانتخاب مساله یوه سطحي- جبري - تحمیلي - تخنیکي - سرسري - دیکته شوې - تصادفی - فرمایشي او ډیر نورو ډولو ته باید ورته نه وي او قبوله نه شي بلکه د انتخاب مساله باید هر افغان د شخصي منافعو - د وطني منافعو - د اجتماعی منافعو - د ازادۍ ، استقلال ، او ارضي تمامیت منافعو پر اصولو او بنیاد ولاړ وي او داسې انتخاب وروسته له ډیر فکر او تارخی تیرو اشتباهاتو او تیروتنو پر نظر کې نیولو سره د نوی انتخاب په مورد باید هر اړخیز بحث - فکر غور - او څیړنې وشي او بیا د اکثریت خلکو د نظریو په اوریدلو او شریکولو سره چې تول تیر تاریخ او د خلکو مخصوصا ( دولت مردانو - احزابو او دهغوی د رهبرانو او قوماندانانو کړه وړه په دقیق ډول وڅیړي ) نوۍ انتخاب مشخص اوعملي شي او دغه انتخاب د کومو اساساتو یا ارزشونو او یا ستراتیژیکو مسایلو په نظر کی نیولو سره وشي او هغهانتخاب د نوي ریس جمهور انتخاب دی چې په ۲۰۱۴ کال کې د حمل په ۱۶ مه نیټه لکه څنګه چې اعلان شوې ده د خلکو له خوانه د اکثریت رایو په ورکولو سره عملي شي دا یو تاریخی ارزشتمند امتحان دی چې تاریخ به په هغو ډیر حساب وکړي د هیواد تیر تاریخ په دقت او بیطرفانه ډول تعریف شي او دهغومنفی او مثبت تاثیرات ارزیابی شي او دهغو تیروتنو پر بنیاد باید یو دقیق مکانیزم د عملي کیدو په خاطر دیوه لوی مجلس له خوانه چې هلته ( سیاسیون - تاریخ دانان - نظامیان - ساینس دانان او د ترقیۍ او پیشرفت طراحان حاضر وي دغه مکانیزم جوړ او تصویب کړي چې زما په نظر که دغه لاندې مواد ور پکې مدنظر ونیول شي دا به ښه کار وي.

۱ - دافغانستان خلک باید د هیواد د ملي منافعو او د هیواد ارضی تمامیت په نظر کې نیولو سره داسې سړۍ( شخص ) وټاکۍ چې زموږ دخلکو د منافعو اولیتونه تل تر تله په نظر کې ولري.

۲ - د افغانستان دخلکو ارادې ته او دخلکو غوشتنو ته په زغرده او دقیق ډول همیشه ځواب وویل شي .

۳ - د هیواد امنیتی وضعه په دقیق ډول وڅیړل شي ( محاکمه وضعیت ) باید صورت ومومي او دهغو د ارزیابۍ او محاسبې له پاره دقیقا نظامی دکتورین د یوې قوی علمی ستراتیژیک پروګرام په درلودلو سره ددولت پلانونه او نقشې د دغودفاعي دکتورینو په عملي کولو سره د سره ترتیب او عملي کړي.

۴ - دافغانستان اقتصادی وضعی ته دقیقه پاملرنه وشي او د دغو اصل د عملی کیدو دقیق میکانیزم په علمی لحاظ لکه څنګه چې محترم دکتور اشرف غنی لیکلي ورته عملي جنبه ورکړل شي .

۵ - د افغانستان دهمسایه ګانو دقیق تعریف وشي او دهغوی په اند باید دقیقه ستراتیژي منظوره او عملي شي.

۶ - د افغاني زورواکانو - توپکسالارانو - جبارو قهرجنو - داخلي دشمنانو سره جدي ، دقیق ، همیشنۍ قاطع نظامی برخورد وشي .

۷ - صلحه په زاریو - نانواتې - عذر - لافو او پټاقو ویلو - او د پردو خلکو نه استفاده کول غلط کار دي ، بلکه صلحه د یوه نیرومند ملي وسله وال پوځ په موجودیت کې چې حتما په مدرنو وسلو او مدرن تخنیک سمبال وي او په راس کې ېې متعهد بی طرفه افسران قرار ولري ممکنه ده هر څه باید په دشمن دزور له طریقه ومنل شي او دیکته شي دا د صلحی اساسي فورمول دی.

اوس درنه پوشتنه کوم چې ولې اولین او اخرین انتخاب مهم دی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

اولین په دې دی چې د ننیو شرایطو په نظر کی نیولو سره چې دیوې خوا دغربیانو قوتونه وزي او دبلې خوانه اقتصادی وضع هم ورسره متاثره کیژي -او زموږ داخلي دشمنانو ته یوه بله بهانه هم پیدا کیژي چې ګویا اوس معلومه شوه چې اشغال ګرې قوواې تل تر تله په افغانستان کې پاتی کیژي او زموږ تاریخی دشمنان ( پاکستان - ایران - عربان خاصتا عربستان سعودي او قطر ) د افغاني خرڅو شویو ملانو روحانیونو - حقانی - حکمتیار - ملاعمر، نه ډیره په موقع ناوړه استفاده کوي زموږ خلک ۷۵٪ بیسیواده دی او په دوی د خوارجو تبلیغات ډیر زیات تاثیر کوي او د ځنو خلکو روحیه خرابوي او په افغانستان کې د ( فراکسي وار یا نیابتي ډول جنګ ته پراخه لمن وهي ) او د بلې خوا نه موږ دغه ۲۲ کاله د مجاهدینو او طالبانو زمامداری خاصتا دکرزي دغه د اداري فساد نه ډک حکومت - رشوت خواره وزیران - والیان - ولسوالان او قاضیان او نور دولتی مامورینو په داګه وشودله چې ګویا ( آزموده را ازمودن خطا است) او له پاره ددې چې سرویس تبدیل شي ، دغه ډنډې بوینې اوبه چې اوس ېې بوی کړۍ او مچان او چینجیان او زهرلرونکي غوماشي پکې نسل زیاتوی باید د بیخه له منځه یوړل شي اود نویو تازه اوبو ویاله ورباندې وتړل شي تازه اوبه ورباندې را خوشې شي تر څو ټوله ګنده ګي ورکه او خلکو ته د څښاک اوبه او د وژند نوې لاره د هغو نوي ریس جمهور او دهغو د متخصص او تحصیل کرده ټیم په موجودیت سره چې نه ېې لاسونه دخلکو په وینو سره وي او نه ېې دغه ۲۲ کاله رشوتونه خوړلي او او نه ېې قصرونه په داخل او خارج کې د نورو منقولو اوغیر منقول جایدادو چې د غلا او رشوت او قاچاق له لارې جوړ کړي او درولي وي د ۲۰۱۴ کال نوي اصیل افغان ریس جمهور چې په سیاست - دیپلوماسۍ - وطن دوستۍ مجهز وي او د دشمنانو سره د هیڅ ډول سازش لاره غوره نه کړي او دغه به د افغانستان دخلکو له پاره اخرین چانس او اخرین نوبت وي چې د افغانستان ولس د تجزېې - تفرقې اچونې - بیکارۍ - بې امنۍ - او بیسیوادۍ نه نجات مومي او دافغانستان له پاره به یو درست سیاسي سیتم را منځ ته کړي او انتخاب بیا درته لیکم چې دقیق وکړۍ (( په جهادی څیرو - په جهادی قوماندانانو - په طالبانو په غربیانو - عربانو - چین او روسانو )) په هیچا یوه زره اتکا ونه کړۍدا په دې چې هر جهادی او هر طالب د پاکستان او ایران زنجیرې نوکر او مزدور دی او پاکستان به همیشه د افغانستان د ستوني مار وي که غواړۍ د پاکستان او ایران د مداخلو نه ځانونه بیغمه کړۍ نو ( یو بیطرفه - وطن دوسته - جدی - سیاست پوه او د پاکستان او ایران دشمن افغان ) ته دا ځلې رایه ورکړۍ ، دبلې خوانه هره ورځ وینۍ چې زموږ وزیران - والیان دغه مجاهدین او طالبان د هیواد دملي جایدادو غصبولو ته ادامه ورکوي - وسلي د ځانو سره ساتی - یوه بل خطر ناک اړدوړ ته ځانونه چمتو کوي دغه ۲۲ کاله ښه در په یاد کړۍ چې دوی د افغانستان بیچاره عادي خلک ژوندي پوست کړل ، هر هیواد همیشه د خپلو منافعو اولیت ته ارجیت ورکوي بیدون له افغان نه بل هیڅوک زموږ د هیواد د ترقۍ - ملي یوالي - ملي وحدت - اوقوي نیرومند وسله وال پوځ په جوړیدو او سمبالیدو نه خوښیژي او نه روا داري لري .


August 23rd, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات